د هوا پېژندنې اداره وايي، په ټول هېواد کې د جولای پر ۱۸مه د محرم د میاشتې د لیدو چانس ډېر کم دی.
باغي ټی وی رپورټ
د محرم الحرام د مياشتې ليدو په لړ کښې د مرکزي سيونګ کميټۍ غونډه به نن په کوئټه کښې کيږي چې پکښې به مولانا عبدالخبير آزاد د ډپټي کمشنر کمپلکس کښې د غونډې صدارت کوي۔
د مرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه کښې به چيف ميټرالوجسټ سردار سرفراز او نور چارواکي هم ګډون کوي۔
د سپوږمۍ د ليدو په اړه د موسمياتو محکمه وايي د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې د محرم د مياشتې د ليدلو چانسونه لږ دي.
د موسمياتو محکمي ترمخه د بلوچستان په ساحلي سيمو کښي د باران وريدو امکان دے، په کوئټه کښي د وريځو له وجي د سپوږمۍ ليدو امکان ډير کم دے
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د اسلامي نوي کال د سپوږمۍ په اړه وړاندوينه کړې وه او ويلي يې وو، چې د نوې سپوږمۍ زېږېدنه به د دوشنبې په ورځ د جولای په ۱۷مه د سهار په ۱۱:۳۲ بجو کېږي، چې وروسته به سپوږمۍ راښکاره شي. بله ورځ به د جولای په 18 نیټه پیل شي. احتمال لري چې د 1445 هجري قمري کال سپوږمۍ ولیدل شي.