د اورکزو ضلعې نه د پاکستان تحریک انصاف خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي غازي غازین جمال د سیاست پریښودو اعلان کړی دی.

باغي ټی وی رپورټ
د سیاست پریښودو په اړه خپل بیان کې هغه وویل چې د می د نهمې پیښې وروسته دی فکر نه کوي چې دی به د خلکو خدمت وکړي.
ياده دې وي چې غزن جمال په ۲۰۱۹م کال کې د اورکزۍ حلقې نه په ازاده توګه ټاکنې ګټلې وې او بيا په پي ټي ايي کې شامل شوی و.
د می په 9 څه پیښ شوي؟
د مې په ۹مه د قامي احتساب بيورو (نیب) د القادر ټرسټ په مقدمه کې د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان د اسلام آباد هائي کورټ د احاطې نه نیولی ؤ، چې وروستو د تحریک انصاف کارکنانو په پوځي تاسیساتو او حکومتي املاکونو بریدونه کړي وو. لاهور او پېښور کې د راډيو پاکستان ودانۍ هم سوځول شوې.
په ملک کې د مئ د نهمې نيټې د ظلمونو وروستو قانون نافذونکو ادارو سخت گامونه اخستي او گڼ شمير بدمعاشان يې نيولي دي په دغه موقع د تحريک انصاف مهم مشران د 3MPO لاندې نيول شوي دي.
د پي ټي ائي په ضد د کريک ډاؤن نه وروستو د پارټۍ يو شمير مشرانو د استعفي غوښتنه کړې ده چې پکښې فواد چوهدري، شيرين مزاري، عامر کياني، علي زيدي، عمران اسماعيل، پرويز خټک، محمود خان، فردوس عاشق اعوان، فياض چوهان، ملايکه بخاري، ملېکه بخاري او نور شامل دي. افتاب صديقي او محمود مولوي هم پکې شامل دي په داسې حال کې چې د پارټۍ جنرل سيکرټري اسد عمر هم له ټولو چوکيو استعفي ورکړې ده.
له تحریک انصاف څخه د جلا شویو مشرانو شمېر له سلو اوښتی دی.





