د پاکستان تحریک انصاف د پارلېماني غړیو مشر پرویز خټک زوی په ټولنیزو رسنیو کې د ګوند د غړو نوملړ جعلي بللی دی.

باغي ټی وی رپورټ
د پرویز خټک د زوی اسحاق خټک لخوا په ټوېټر جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې پرون د پي ټي ائي د پارلېماني غړو لومړۍ مشورتي غونډه وه چې پکې په سیاسي صورتحال خبرې اترې وشوې.
اسحاق خټک وويل په سوشل ميډيا دپارټۍ دغړو فهرست مستند نۀ دى، وائرل شوى فهرست په مکمله توگه جعلي دى، پروېز خټک به راتلونکې غونډه کې دپارټۍ دټولو غړو فهرست جاري کوي. د پي ټي آئي د پارليماني غړو جوړول
د پي ټي آئي پخواني مشر او د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي پرويز خټک د پي ټي آئي پارليمنټيرينز جوړولو اعلان کړے دے چي پکښي د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي محمود خان، پخواني وزيران او لسګونه غړي شامل شوي دي ولي په نوي پارټي کښي د اسمبلۍ 57 نه زيات غړي شامل دي۔ د پخواني حکومت سره تړلي دي.
د څو مشرانو د ګډون څخه انکار
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر مشتاق غني، د اقليتي چارو پخواني خاص مرستيال وزيرزاده، د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي اعظم خان، قلندر لودي، افتخار مشواني، عزيزالله ګران او مصور خان د پاکستان تحريک انصاف پارليمنټ پارټۍ کې شاملېدل رد کړي دي.




