د خېبرپښتونخوا په ترهګرۍ کې د جماعت الاحرار او داعش د لاس لرلو خبره څرګنده شوې ده.

0
117

باغي ټی وی رپورټ

په خېبرپښتونخوا کښې د ترهه ګرۍ او ورانکارۍ پېښو په اړه د سېنېټ قائمه کمېټۍ ته د داخله چارو په اړه د بريفنګ په مهال وئيلي شوي چې د خېبرپښتونخوا له ګورنر غلام علي نه هم د زورزياتي غوښتنه شوې ده۔

بريفنګ کښي وئيلي شوي چي غيرقانوني سمونه او موبائلونه د ترهه ګرئ په پيښو کښي استعماليږي۔

په بريفنګ کې څرګنده شوه چې جماعت الاحرار او داعش په صوبه کې په ترهګرۍ کې لاس لري، په ترهګرۍ کې د افغان وګړو او ټیلیګرام څخه کار اخیستل کیږي.

کميټۍ د پي ټي اي او نادرا نه د سمونو د رجسټريشن تفصيلات غوښتي دي او پي ټي اي ته ئي هدايات هم کړي دي چي د غير قانوني سمونو استعمال بند کړي.

Leave a reply