د لوړو زده کړو وزارت نجونې د کانکور له ازموينې څخه لرې کړې دي

داسې وړاندوینه شوې وه چې ښایي نجونې د کانکور په ازموینه کې برخه وانخلي، ځکه طالبانو د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي دي او همدارنګه ښوونځي یې له شپږم ټولګي پورته تړلي دي.
د تېر کال د داخلې په ازموينه کې نجونو برخه اخيستې وه، خو ا.ا. د نجونو لپاره پوهنتون ته پر تګ بندیز لګولی و. د یادولو ده، چې د روان کال د کانکور لومړۍ دورې ازموینې به د سرطان میاشتې په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه په بامیان، بغلان، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، فاریاب، لوګر، دایکندي، سرپل او غور ولایتونو کې واخیستل شي.
(2023 / 7 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازموینو ملي بورډ اعلان وکړ چې د سږني کال د کانکور په ازموینه کې به یوازې هلکان برخه اخلي. دې ادارې د دوشنبې په شپه (د سرطان ۲۶) یوه خبرتیا خپره کړه او ویې ویل چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه یې یوازې د نارینه محصلانو نوملړ ترلاسه کړی دی.
د ازموینو ریاست زیاته کړه چې د کانکور ازموینې لپاره د ګډون کوونکو د ټاکلو مسوولیت نه دی او “دا د لوړو زده کړو وزارت دنده ده چې پریکړه وکړي چې څوک ازموینه ورکوي او څوک نه ورکوي”.
داسې وړاندوینه شوې وه چې ښایي نجونې د کانکور په ازموینه کې برخه وانخلي، ځکه طالبانو د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي دي او همدارنګه ښوونځي یې له شپږم ټولګي پورته تړلي دي.
اړوند موضوعات: