د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مرستیال شاه محمود قریشي پوښتنه کړې ده چې نگران وزیراعظم به څوک وي؟ په دوه لویو برخو کې پریکړه شوې خو موږ په اعتماد کې نه دي اخیستل شوي.
باغي ټی وی رپورټ
ملتان کښي ميډيا سره خبرو کښي شاه محمود قريشي اوويل چي د پي ټي آئي چيئرمېن ته د عدالتونو نه ریلیف ترلاسه دے، حکومت د پي ټي آئي چيئرمېن خلاف جعلي مقدمې جوړوي، حکومت د ۹۰ ورځو انتخاباتو ته ترجيح ورکوي، د انتخاباتو نېټه د ټاکنو کمیسیون ورکړی دی.
هغه وويل اوس هيڅ ابهام نشته چې وزيراعظم به څوک وي، فيصله ددوؤ مشرانو په مينځ کې شوې ده، پاتې نور هيڅ نۀ پوهيږي، نو دکومې بندې کوټې فيصله به نافذيږي؟ د لاهور په غونډه کې د دوبۍ پر پرېکړو مهر ولګول شو.
شاه محمود قريشي وويل پاکستان تحريک انصاف يو مهم اسټيک هولډر دى، مونږ په اعتماد کې نۀ دي اخستل شوي.
هغه وویل چې د اسراییلو په اړه خبرې تحریف کیږي.