د پي ټي آئي پخواني مشر او د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي پرويز خټک د پي ټي آئي پارليمنټري جوړولو اعلان کړے دے۔

باغي ټی وی رپورټ

د سرچينو له مخې دخيبرپښتونخوا پخوانى وزيراعلي محمود خان، دقومي اسمبلۍ پخوانى غړى شوکت علي اؤ پخوانى وزير اشتياق ارمند هم دپروېز خټک په گوند کې شامل شوى دى.

سرچينې وائي پرويز خټک يو شمير پخوانيو وکيلانو اؤ ايم اين ايانو ته په پارټۍ کې دګډون بلنه ورکړې ده.

پرويز خټک ادعا کړې ده چې ٥٠ پخواني وکيلان او ايم اين اي ورسره په تماس کې دي.

سرچينې وايي، پروېزخټک د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ له ١٣ پخوانيو غړو سره اړيکې نيولې، چې له ډلې يې ٦ يې بښنه غوښتې ده.

دسرچينو له مخې پرويزټک د پي ټي ائي پخواني مشر فواد چوهدري سره هم تماس نيولى دى.

پخواني وزيراعلي پرويز خټک د پي ټي آئي پخواني صوبائي وزير هشام انعام الله سره ليده کاته کړي او هغه ته ئي په خپل پارټئ کښي د شامليدو بلنه ورکړې ده۔

د سرچينو له مخې دپروېز خټک په بلنه هشام انعام الله وويل چې تا زه پي ټي ائي ته راوستم، وروستو تا زما ملاتړ ونکړ، په دې اړه پرويز خټک وويل چې زه لرې شوم، زما سره هم څه بده پېښه شوې ده.

د مې د نهمې تراژیدي غندنه

په يو بيان کې پخواني وزيراعلي پرويز خټک د نهم مئ د سانحې په شان پيښو په کلکه غندنه کړې او وئيلي يې دي چې مونږ ټول د پاکستان د وجود له امله يو.

ده ووئيل د خېبرپښتونخوا نه تحریک انصاف په مکمله توګه ختم کړے شوې دې۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载