د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د توشه خانې کېس په اړه نيب ته خط ليکلی دی.
باغي ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان لخوا نيب ته ليکل شوي خط کښې وئيلي شوي دي چې د توشه خانې تحقيقاتو په اړه نن د نيب دفتر کښې حاضر نه شم، زما ژوند ته خطرې دي چې له وجې ئي نن نيب دفتر ته نه شم راتلے. د پلټنې راپور واخلئ.
په خط کې وئيلي شوي دي چې نن مې د لاهور نه اسلام اباد ته خپل سفر محدود کړی دی ، زه به دجولائي په 19مه اسلام اباد ته راځم چې په مختلفو عدالتونو کې حاضر شم ، نو د توشه خانې د پلټنو اړوند د پلټنو نيټه د جولائي په 19مه نيټه ټاکل شوې ده . ۱۹.
خط کې زياته شوې چې د نيب آرډيننس مطابق د ملزم نه د انکوائري رپورټ اخستل ضروري نه دي، زما وکيل ګوهر علي خان ته دې د انکوائري رپورټ اخستلو اجازت ورکړے شي۔
د عمران خان احضار
نيب د توشه خانې کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمين نن سهار لس بجې طلب کړې دې۔
د نيب لخوا جاري شوي نوټس کښې وئيلي شوي چې د شاهدانو د ثبوتونو او بيانونو په رڼا کښې انکوائري په تحقيقاتو کښې بدله شوې ده۔
د پي ټي آئي چيئرمېن ته هدايات شوي چې د کمبائنډ انوېسټېشن ټيم مخې ته حاضر شي۔