د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري په کراچۍ کې د ۳۰۰ تنورونو له لارې د ارزانه ډوډۍ ورکولو اعلان کړی دی.
باغي ټی وی رپورټ
د سندهـ ګورنر کامران ټیسوري د کراچۍ په ګورنر هاؤس کې یوې غونډې ته په وینا کې د ارزانې ډوډۍ لپاره په کراچۍ کې د ۳۰۰ تنو د نصبولو اعلان وکړ.
د سندهـ ګورنر ویلي په ښار کې به ۳۰۰ تنورونه نصب کړي چې په دوه روپۍ به ډوډۍ پیدا کوي.
هغه وويل، د معلوماتي ټکنالوژۍ په کورس کې د ګډون لپاره لس زره زده کوونکي ازموينه ورکوي، د معلوماتي ټکنالوژۍ د پروګرام له بشپړېدو وروسته به ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، د معلوماتي ټيکنالوجۍ په برخه کې پنځه لکه ځوانانو نوم ليکنه کړې ده.
هغه وويل، چې د متحده عربي اماراتو د قونسلګرۍ له خوا غوره بريالي نوماند ته د دندې د ورکولو ژمنه د هرکلي وړ ده.
د سندهـ ګورنر وويل د پاکستان د سافټ وېر هاؤسز سره يې څو ملاقاتونه کړي دي، دوي تيار دي چې تر 5 لاکه پورې ځوانانو ته نوکري ورکړي چې کورسونه کوي.