د مسلم ليګ (ن) نائب صدر حمزه شهباز وئيلي دي چې که وزيراعظم شهباز شريف خبرې نه کولې نو اتومي طاقت لرونکی ملک به ناداره شوی وو.

باغي ټی وی رپورټ
د لاهور په اقبال ټاؤن سيمه کښې د پخواني يوسي چيئرمين زاهد حسېن له کورنۍ سره د غمرازۍ څرګندولو نه پس ميډيا سره خبرو کښې حمزه شهباز اوويل چې په دې کښې هيڅ شک نشته چې خلک د اوړو اخستلو، د بجلۍ بلونو او د ماشومانو د فيسونو له سختې ناخوالې سره مخ دي. ورکول ستونزمن شوي، نن باید ټول سیاسي ګوندونه په ګډه د اقتصادي پالیسیو د دوام لپاره یوه موافقه وکړي چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره به د اساسي قانون تحفظ ترلاسه کړي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن د پټرول 100 روپو سستي كولو سره د آئي اېم اېف معاهده پرېښوده، كه وزيراعظم شهباز شريف مخكې خبرې نه كړې نو اتومي طاقت لرونكي هېواد به ناكام شوي وو۔
حمزه شهباز وويل د هېواد راتلونکې په شفافو انتخاباتو پورې تړلې ده، ټول سياسي ګوندونه بايد په ګډه داسې اقتصادي تړون وکړي چې د آئين تحفظ ولري.
د ليګ مشر زياته کړه چې کله د حکومت موده ختمه شي نو مونږ به پريږدو، د اليکشن کميشن دنده دا ده چې راتلونکي انتخابات په خپل وخت ترسره کړي.





