په خيبر پښتونخوا کې د پرله پسې عملياتو باوجود د نهم مئي په پيښو کې ککړ په زرگونو ملزمان نه دي نيول شوي.

0
86

باغي ټی وی رپورټ

د داخله چارو وزارت د سرچينو ترمخه په خېبرپښتونخوا کښې د مئ د نهمې نيټې د تشدد په پيښو کښې ککړ اته زره 417 ملزمانو پيژندګلو تر دې دمه نه ده شوې او پوليسو ته مطلوب دغه کسان هم نه دي نيولې شوي۔

پوليس تر ټولو زيات 5 زره 148 په ديره لوئر، 1 زره 143 بنو کښي، 75 نامعلومه ملزمان په ديره اسماعيل خان کښي نه دي ګرفتار کړي، دغه راز کوهاټ کښي 1060 او پيښور کښي 446 نامعلوم ملزمان هم نه دي ګرفتار کړي شوي۔

د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د بېلابېلو قضیو لاندې درج شویو مقدمو کې پولیسو ته د ۸۰۰۰ نه زیات تورن کسان مطلوب دي، په داسې حال کې چې د ۳۴ تورنو کسانو مقدمې په پوځي محکمو کې روانې دي.

په راپور کې راغلي چې ۲۱۴ تورنو تر نیول کېدو مخکې ضمانتونه ترلاسه کړي او ۱۱۶۰ تورنو له نیول کېدو وروسته ضمانتونه ترلاسه کړي دي.

ديوبل خبرله مخې: دمګړۍ د دغه ولايت په بيلابيلو جيلونو کې د تاوتريخوالي په تور ١١٩ تنه تورن کسان بنديان دي.

Leave a reply