د امام ابوحنیفه نندراتون ته د پاکستاني استازي وینا؛ هیواد یې تل دا داسې کړنو ملاتړ کوي چې د سیمې د د سوداګريزو ټولنو لپاره اسانتیاوي رامنځته کوي

د امام ابوحنیفه نندراتون ته د پاکستاني استازي وینا؛ هیواد یې تل دا داسې کړنو ملاتړ کوي چې د سیمې د د سوداګريزو ټولنو لپاره اسانتیاوي رامنځته کوي
بشپړ راپور
د TDAP اجرایوي رییس “محمد زبیر موتي والا” نن په کابل کې د امام ابوحنیفه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وینا وکړه.
ښاغلي موتي والا دا خبره شریکه کړه چې پاکستان د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی. نوموړي په دې برخه کې له افغان حکومت څخه مننه وکړه چې پاکستاني نندارچيانو ته يې د سوداګريزو فرصتونو د برابرولو له امله د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ اړيکې نورې هم پراخې کړې.
هغه زیاته کړه چې په نندارتون کې د 25 څخه زیات پاکستاني صنعت کاران ګډون کوي، چې په دې نندارتون کې د پاکستان ترټولو لوی ګډون جوړوي.
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان تل د افغانستان لپاره د سوداګرۍ اسانتیاوو ته خورا زیات تاوان ورکوي.
هغه ټینګار وکړ چې د دواړو خواوو سوداګر باید د دغه نندارتون له وړاندې شویو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
ده وویل پاكستان تل د داسې زړور ګامونو ملاتړ كوي كوم چې د سيمې د سوداګريزو ټولنو لپاره یو ښه ماحول پيدا كولې شي۔
ښاغلي موتي والا وویل چې د پاکستان لخوا د ترانزیتي اسانتیاوو له لارې د افغانستان د سمې نړیوالې سوداګرۍ لپاره د ټولو ممکنه اسانتیاوو رول لوبوي.
هغه له حاضرینو سره دا خبره شریکه کړه چې پاکستان افغانستان ته د افغاني میوو او سبزیجاتو په صادراتو باندې په پراخه کچه تعرفې ورکړې دي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې افغان حکومت باید د پانګونې لپاره د سوداګرۍ دوستانه پالیسي جوړه کړي، څو د دوه اړخیزو پانګوالو بډایه پانګونه راجلب شي.هغه د افغان حکومت لخوا د اکمالاتو د لړۍ د مدیریت پر ښه والي هم ټینګار وکړ تر څو د افغانستان سوداګري ټولنه وکولای شي په خپل وخت مالونه ترلاسه کړي.
په پای کې هغه د ماموریت له مشر سره یوځای د پاکستان له پلورنځیو څخه لیدنه وکړه.






