د نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) د K-اليکټرک استعمالونکو لپاره د بجلۍ قيمت زيات کړے دے۔

0
129

باغي ټی وی رپورټ

نیپرا د K-الیکٹرک مشتریانو لپاره د بجلۍ په نرخ کې 1.44 روپۍ فی یونټ زیاتوالی راوستی دی.

د نیپرا وینا ده چې د مئی د فیول چارجز ایڈجسٹمنٹ له وجې د K-الیکٹرک کاروونکو لپاره د بجلۍ نرخونه زیات شوي دي.

د نیپرا له مخې د جولائي په بل کښې به د صارفینو نه اضافي روپۍ اخستل کیږي د کومي نه چې نوټیفیکیشن هم جاري کړی شوی دی.

د برښنا په اساسي بیو کې زیاتوالی

وفاقي حکومت د بجلئ بنيادي نرخ 4.96 روپۍ في يونټ زياتولو فيصله کړي ده۔

د حکومت له دې پرېکړې وروسته د برېښنا د یو یونټ بیه په اوسط ډول له پنځوسو روپو څخه د زیاتېدو اټکل کېږي.

د زرائعو له مخې د نيپرا لخوا د بجلۍ په نرخ كښې د زياتوالي باضابطه اعلان به نن كولې شي۔

دا مهال د ټول ملک لپاره د بجلۍ بنيادي نرخ 24 روپۍ 82 پيسې دي په داسې حال کې چې تير مالي کال د بجلۍ بنيادي نرخ 16 روپۍ 91 پيسې څخه 24 روپۍ 82 پيسې ته لوړ کړل شوى ؤ.

Leave a reply