د پخواني ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف له خوا لس کاله وړاندې دائره شوې اپيل د هغه تر مړينې پنځه مياشتې وروسته په ستره محکمه کې اورېدل کېږي.
باغي ټی وی رپورټ
پخواني ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف په ۲۰۱۳ کال کې د هغه د نوماندۍ د ردولو پر ضد په سترې محکمې کې اپيل دائر کړ.
د پرويز مشرف د نامزدګۍ کاغذونو ردولو خلاف اپيل لس کاله پس سماعت لپاره مقرر کړے شوے دے۔
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ به د جولايي په 20مه نېټه د پرويز مشرف د درخواست اورېدنه کوي.
ياده دې وي چې پخوانی ولسمشر جنرال ريټايرډ پروېز مشرف د روان کال د فبرورۍ پر پنځمه له اوږدې ناروغۍ وروسته له هېواده بهر ومړ.