د صوبې د کورنیو چارو وزارت په کرم کې د ګوندونو ترمنځ د سولې تړون په اړه اعلامیه خپره کړې.

باغي ټی وی رپورټ
د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، په کرم کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه هوکړه شوې، چې د دواړو خواوو د ۳۰،۳۰ مشرانو له خوا لاسلیک شوه.
د کورنو محکمي ترمخه د کرم، کوهاټ، اورکزئي او هنګو د جرګو غړو د امن په راوستو کښي کردار ادا کړے دے ولي چي د صوبائي حکومت، انتظاميي او پاکستاني فوځ په کوششونو د امن معاهده شوي ده۔
د صوبې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت به د خپلو خلکو لپاره د تلپاتې سولې لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
د يادونې وړ ده، چې په کرم ولسوالۍ کې له تېرو اوو ورځو راهيسې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه روانه وه، چې د قومي شخړو په ترڅ کې د ډزو په پېښو کې ١٣ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات ټپيان شوي دي.






