د بس ریپډ ټرانزیټ خصوصي شرکت یو ځل بیا د بي آر ټي بسونو د بندولو ګواښ کړی دی.

باغي ټی وی رپورټ
د خصوصي شرکت په وینا د حکومت لخوا د بقایاو د نه ورکولو په صورت کې به د بي آر ټي عملیات وځنډول شي.
د بي آر ټي بقاياو په معامله خصوصي شرکت د ټرانسپورټ سيکرټري ته يو خط ليکلي دي چې پکښې وئيلي شوي دي چې د مئي او جون مياشتو د 603 ملينو روپو بقاياجات نه دي ورکړي شوي۔
په لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې بقایا باید په یوه اونۍ کې ورکړل شي، که نه نو د BRT عملیات به وځنډول شي.
د يادونې وړ ده، چې بي آر ټي تر دې وړاندې هم له مالي کړکېچ سره مخ شوى او خصوصي شرکت ګواښ کړى و، چې د بس سروس بند کړي.






