افغان چارواکي وایی چې افغان خاوره به کله هم د پاکستان په ضد نه کارول کیږی، پاکستان وایی چې افغان چارواکو سره معاهده ده چې ددوی خاروه به د پاکستان په ضد نه استعمالیږی

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامي امارت حکومت نړۍ ته دا بیان په ډاګه کړې وو چې دوی ژمن دې چې د افغانستان خاوره به کله هم د کوم بل هیواد په شمول د پاکستان په ضد و نه کارول شي.
افغان چارواکو بیا بیا داسې اعلانونه او بیانونه ورکړي چې هیچا ته به افغان حکومت اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد په ضد استعمال شي.
افغان چارواکو ویلي وو چې ټي ټي پی ډله په افغانستان کښې شتون نه لري او دا د پاکستان داخلي ستونزه ده .
د پاکستان وزارت خارجه د افغان چارواکو دا بیانونه او دریځونه ستایلي دي او ویلي دي چې د افغان چارواکو دا بیانونه چې د افغان خاوره به د بل کوم هیواد او پاکستان په ضد و نه کارول شی د ستاینې وړ دي.
دا خبره مهمه ده چې په دې لنډ تیر وخت کښې افغانستان وزیر خارجه امیر خان متقی د اسلام آباد دوره کړې وه او دا بیان ی جاري کړې وو چې افغان خاوره به کله هم د پاکستان په ضد نه کارول کیږي.
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان وزارت خارجه ویاند دا دریځ او بیان دې چې د افغانستان سره دا معاهده شوې ده چې د افغانستان زمکه به کله هم د پاکستان په ضد نه کارول کیږي. پاکستان بیا بیا غوښتنه کړي چې افغانستان حکومت باید ددې خبرې پخلې وکړي چې ددوی خاوره کله هم د پاکستان په ضد استعمال نه شي.






