د کابل مرستیال والي د تجارانو د اتحادیی له رئیس او یو شمیر تجارانو سره کتلي.

0
111

د کابل مرستیال والي د تجارانو د اتحادیی له رئیس او یو شمیر تجارانو سره کتلي.

13 جولاي پنشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص د تجارانو د اتحادیی له رئیس محمد عارف رحیمي او یو شمیر تجارانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

خبر زیاتوي چې په یاده لیدنه کې راغلي رئیس او استازو یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مرستیال سره شریک کړل.

 

مرستیال والي ددوې ستونزې او وړاندیزونه په غور واوریدل د حلیدو په موخه لوړرتبه ارګانونو سره شریکولو پوره ډاډ ورکړ.

 

دکتنې په بهیر د یاد ولایت مرستیال راغلو تجارانو ته لازمې لارښوونې وکړې او هیله یې اوښوده چې د تولید کیفیت مو ښه کړئ تر څو کړیدلي ولس ته قناعت ورکوونکي تولیدات وړاندې شي.

اړوند موضوعات

کابل والي د یو شمیر خارجي موسساتو له استازو سره د دوی د فعالیتونو په اړه خبرې اترې کړی.

 

همدار راز مولوي یونس مخلص دتجارانو له ښه تشویق او په ګران هیواد کې پانګوونې په موخه دهر اړخیز امنیت ډاډ ورکړ.

Leave a reply