په ټاکنیزو اصلاحاتو کې پر سیاسي ګوندونو بندیزونه له اجنډا لرې کړل شول.

باغي ټي وي رپورټ
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وايي د انتخابي اصلاحاتو ۹۹ فيصده کار بشپړ شوی دی، په کومو ټکو چې اتفاق نه وو پرې هم اتفاق شوی دی.
اعظم نذیر تارڑ وویل چې پاکستان تحریک انصاف په یو څو مسلو تحفظات څرګند کړي کوم چې به په ګډه هواري شي.
ياده دي وي چي تيره ورځ د انتخابي اصلاحاتو په اړه د قومي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه د سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه۔
د غونډې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې د انتخابي اصلاحاتو چيئرمېن اياز صادق ووئيل چې د انتخابي اصلاحاتو په اړه د كمېټۍ سفارشات به راتلونكې هفته كښې حتمي شي۔
سردار ایاز صادق وویل چې په سیاسي ګوند د بندیز لګولو کومه طرحه د غور لاندې نه ده، په غونډه کې یوازې د انتخابي اصلاحاتو په طریقه خبرې وشوې.
ده ووئيل زمونږ كار انتخابي اصلاحات كول دي نه په سياسي ګوندونو بنديز لګول۔د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار د دورې په مهال د ټاكنو په اړه د اختلافي پرېكړو د سمولو هڅې كولې شي٬ هغه د راشد خان انتخابي كمپائن ته تللې وو۔






