جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ تنه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د مختلفو جرمونو په تړاو نیولي.

0
174

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ تنه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د مختلفو جرمونو په تړاو نیولي.

13 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ کسان د غلا، قاچاق، شرابو د پلور، وهلو ټکولو، نشه یي توکو کارولو او نورو جرمونو په تړاو په پلازمېنه او ولایتونو کې نیولي دي.

 

له ډلې یې؛ کابل کې ۱۰ تنه د غلاوو، شراب پلورلو او نورو جرمونو په تړاو، ننګرهار کې نهه کسان د غلا په تړاو، کنړ کې شپږ تنه د بيلابېلو جرمونو په تړاو، درې غله په خوست، تخار کې شپږ تنه د نشه یي توکو د کارولو په تړاو او درې کسان په ارزګان کې د وهلو ټکولو په تړاو نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۲۵ تنه د هیواد په ځینو ولایتونو کې بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

 

په ورته وخت کې، پوله ساتو پولیسو یو کس، چې غوښتل یې ۳۷ زره امریکایي ډالر ترکمنستان هیواد ته قاچاق کړي، په تور غونډۍ بندر کې نیولی دی.

Leave a reply