په افغانستان کې د پولیو پيښو د زیاتېدو په اړه اندیښنې یوازې ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پنځه پيښې ثبت شوې دي

په افغانستان کې د پولیو پيښو د زیاتېدو په اړه اندیښنې
یوازې ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پنځه پيښې ثبت شوې دي
بشپړ راپور
په روان میلادي کال کې په ننګرهار کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پنځه پيښې ثبت شوې دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې یادې پيښې د ننګرهار په بټي کوټ، کوټ، نازیانو او بهسود ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
د ننګرهار اوسيدونکي دغه ولایت کې د پولیو تازه پيښو په اړه اندښمن دي او له حکومته غواړي چې نورو سيمو ته د دې ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دې جدي اقدام وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي دې ولایت کې د پنځو پيښو د ثبت پخلی کوي او وايي چې دغه پيښې یوازې په تېره یوه میاشت کې په ثبت رسېدلې دي.
د نوموړي په خبره، ټاکل شوې ده چې په روانه میاشت به د پولیو پر وړاندې د مبارزې سراسري کمپاین پيل شي د دغه کمپاین په موده کې به څه کم اته نیم لکه ماشومانو ته د واکسین ترڅنګ خلکو ته د پولیو ناروغۍ د څرنګوالي په اړه به عامه پوهاوی هم وشي.
بلخوا دې ولایت کې بیا د پولیو واکسين کوونکي هم کور په کور ګرځي او هغه ماشومانو ته د پولیو واکسين تطبيقوي ، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي.
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د افغانستان ختیځې سیمې په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو له جدي ګواښ سره مخ دی او په ککړو اوبو او ککړ چاپېریال کې د پولیو د ويروس چاپېریالي نمونې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا په بهسود ولسوالۍ کې چېرې چې د پوليو وروستی مثبته پېښه ثبت شوې، د حفظ الصحې وضعيت پکې خراب ښودل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي: ننګرهار ولایت کې د واکسين تطبیق په ښه توګه روان دی او د پولیو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د دې ولایت ټولې اړوندې ادارې په بشپړه توګه همکاري کوي.
د نوموړي په وینا تېر کال په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې دا په ۲۰۲۱ کال کې د ثبت شویو ۴ پېښو او په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۴ پېښو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
له بلی خوا په افغانستان کې د يونیسف یا د ماشومانو د نړیوال وجهي صندوق د پولیو د برخې مشر بیا په ننګرهار ولایت کې د پولیو د تازه پيښو له ثبت څخه اندېښنه ښودلې او له قومي مشرانو او کورنیو څخه غوښتې دي چې د واکسين په تطبيق کې دې د دوی سره پوره همکاري وکړي، څو د دې ویروس د لا خپرېدو مخه ونیول شي.
د عامې روغتیا وزارت پخوانی سلاکار ډاکټر باز محمد شیرزاد وایي ننګرهار چې د افغانستان له سرحدي ولایتونو څخه دی هره روځ ورته له ګاونډي هیواد مسافر تګ او راتګ کوي چې د دې ولایت د نفوس او د مسافرو ورتګ ته په کتو د واکسین د برخې رضاکاران کم بریښي.
د شیرزاد په وینا پولیو په افغانستان کې له دې امله تر اوسه نه ده صفر شوې چې تر اوسه د پولیو واکسین په اړه عامه ذهنیت جوړ شوی ندی او ډيری خلک خپل ماشومان د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال پټوي. د یونیسف او ډبلیو ایچ او لخوا د پولیو واکسین د تطبیق لپاره کومې پالیسی چې جوړیږي زیاتره په بهرنیو هېوادونو اردن او دبی کې جوړیږي دوي د افغانستان د خلکو کلتوراو عنعناتو نه دومره اګاهی نلري،چې واکسین کوونکي د تطبیق په وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ ویروس پکې اوس هم نه دی ختم شوی.
پوليو يا ګوزڼ يوه ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د دايمي فلج او ځينې وخت د ماشومانو د مرګ لامل هم ګرځي.
خبریال : محمد طیب سمیر






