اسلام او قرآن د نورو مذهبونو او کتابونو لپاره د عزت او درناوي درس ورکوي

0
317

نصیب شاه شینواري
اسلام یو داسې دین او لاره ده چې دا د دنیا نورو مذهبونو ته په درنه سترګو کتلو درس ورکوي، په اسلام کښې د نورو مذهبي کتابونه سپکاوې کول، اقلیتونو ته بدنظر کول یا ددې اقلیتونو سپکاوي کولو کله هم اجازه نه ورکوي.

د لوی اختر په ورځ (۲۸ جون ) د سویډن سټاک هالم د مسلمانانو جومات مخې ته هغه وخت د اسلام او د آخري مقدس کتاب قرآن مجید سپکاوې وشو چې مسلمانانو د لوی اختر مونځ کولو. یو عراقۍ مهاجر ، ۳۷ کلن سلوان مومیکا دا ناوړه کار ترسره کړو او د قران سپکاوې ی وکړو.

د میډیا رپورټ مطابق یو عراقۍ مهاجر چې غوښتل ی چې په قرآن مجید بندیز ولګي ،هغه د سویډن دې لوی جومات مخې ته د قران مجید سپکاوې وکړو چې د ټولې نړۍ مسلمانانو جذبات ی راپارولې دي، په اسلامي هیوادونو کښې ختی چې په غیرمسلمه او یورپي ملکونو کښې هم د قرآن مجید سپکاوي په ضد احتجاجي مظاهرې دوام لري.
که اسلامي تاریخ وکتلې شی نو دې نړۍ ته چې څومره هم پیغمبران راغلي دي که هغه حضرت عیسی علیه سلام دې، که موسی علیه سلام دې او که د ټول انسانیت او نړۍ لپاره رحمت حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم دې، دې ټولو پیغمبرانو د انساني خدمت، امن سره د ژوند کولو، د یو انسان او مذهب د سپکاوي نه کولو درس ورکړې دې، دې پیغمبرانو ټول انسانیت ته پیغام ورکړې دې چې هیڅ یو انسان دې هم د یو بل انسان سپکاوې و نه کړي.

د قرآني تعلیمانو څخه ثابته ده چې آخري پیغمبر ته رحمت اللعالمین ویل شوې دې چې دې نه دا ثابتیږي چې یو پیغمبر چې د ټولو انسانانو او نړۍ لپاره رحمت وي نو بیا به د هغه وینا او ټول ژوند د امن او خوشحالۍ خپرول وي او هم دغه د اسلام او قران سبق دې چې په نړۍ کښې امن او خوشحالي خپره کړي او د یو بل سپکاوې او بې عزتي مه کوي او یو بل سره د رونړو په شان امن سره ژوند تیروې.
په داسې وخت کښې چې اسلام او قران نورو مذهبونو او ددوی مذهبي کتابونو لپاره درناوي درس ورکوي نو د سویډن حکومت او عدالت له هم نه وو په کار چې دې عراقي مهاجر بدقسمته او بې لارې تن ته ی اجازه ورکړي چې د قرآن پاک سپکاوې وکړي.
د پاکستان په شمول ټولو اسلامي هیوادونو د قرآن پاک دا سپکاوې په کلکو ټکو کښې غندلې دې ،پاکستان د ملګرو ملتونو د انساني حقونو سازمان غوښتي چې په دې اړه غونډه وکړي ، غونډه امکان لري چې په دې اونۍ کښې تابیا شي.
په داسې وخت کښې ملګري ملتونو ،د اسلامي نړۍ هیوادنو سازمان او د اسلامي نړۍ هیوادونو لوړپوړې چارواکي باید په یو میز کیښني او دوی د مذهب د سپکاوي په اړه یو داسې قانون او لاره جوړه کړي چې بیا هیڅوک هم د اسلام، د قران پاک، د آخري پیغمبر حضرت محمد ﷺ او د نورو مذهبي کتابونو او شخصتونو سپکاوي و نه کړي او داسې ککړو کسانو ته داسې مثالي سزا ورکړل شی چې د ټولو انسانانو لپاره یو سبق او عبرت وګرځي.
د عیسانو کلیسا مشر پوپ فرانسس په یو بیان کښې په سویډن کښې د قران سپکاوې غندلې دې او ویلي ی دي چې انسانان باید د یو بل مذهب او مذهبي کتابونو سپکاوې و نه کړي.
د پاکستان لپاره دا د ویاړ ځای دې چې د ملګري ملتونو د امن په شوری کښې ی د قرآن د سپکاوي په اړه د پاکستان قرارداد منظور شو، د قرآن د سپکاوي په اړه قرارداد کښې ۲۸ اته ویشت ملکونو د پاکستان ملاتړ وکړو او ۱۲ دولس هیوادونو ددې قرارداد په ضد کښې رای واچوله .
په داسې وخت کښې چې د عیسایانو مشر هم د قرآن سپکاوې غندلې دې نو د سویډن او نور یورپي ملکونو باید د قران پاک ، د پیغمبر اسلام یا د بل کوم مذهبی شخصیت د سپکاوي اجازه ور نه کړي، که سویډن حکومت داسې خلکو ته اجازه ورکول بند نه کړي چې قران پاک سپکاوې کوي یا د بل کوم مذهب سپکاوي کوي نو دې سره به ټوله نړۍ کښې ناارامي راپیدا شي چې دا په یو لوی جنګ هم بدلیدلې شي.
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل د عیسایی اقلیت مشر او د بلدیاتي حکومتونو په تحصیل کونسل کښې د اقلیتونو نماینده او کونسلر ملک ارشد مسیح ځایی خبریالانو سره په خبرو کښې هم د سویډن حکومت دا کار ډیر ناروا، ناوړه او د ظلم ډک اوګرځول چې یو عراقي مهاجر ته ی اجازه ورکړله چې د مسلمانانو د پاک او سپیځلي کتاب قران مجید سپکاوي وکړي او بیا ی وسوځوي.
ملک ارشد مسیح اوویل چې سویډن حکومت دې د قران مجید سپکاوې کوونکې تن له سخته سزا ورکړي او په بین الامللي سطح ته دې داسې قانون جوړ شی چې بیا هیڅوک هم اسلامي کتابونو،شخصیتونو او داسې نور مذهبي کتابونو سپکاوي وکړي.
د پاکستان بیلا بیلو برخو په شان د ضلع خیبر په لنډیکوتل ، جمرود او باړه تحصیل کښې هم د جماعت اسلامی ، جمعیت علمای پاکستان ف، پاکستان تحریک انصاف، تنظیم اهلسنت والجماعت او تحریک پاکستان ګوند مشرانو له لوري د سویډن په ضد احتجاجونه شوي دي او د قران پاک سپکاوې ی په سختو ټکو کښې غندلې دې.

……………………………………..

Leave a reply