سږکال په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۱۱ تنه مړه شوي

سږکال په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۱۱ تنه مړه شوي
بشپړ راپور
یواځې تېرو دریو میاشتیو کې ۲۶۷ کسان د کانګو په ناروغۍ اخته شوي دي. دعامې روغتیا وزرات چارواکو په وینا تر دا مهاله د یادې وژونکي ناروغۍ له امله ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، کانګو داسې یوه ناروغۍ ده چې انسان ته د څاريو د کنې د چیچلو، له وینې او د مړو څارویو سره د تماس له امله رامنځ ته کیږي.
تبه، د بدن درد، خوابدی، اسهال، داخلي او بهرنۍ خونریزي، د غاړې او د سترګو درد او رڼا ته حساسیت د کانګو ناروغۍ اصلي نښې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي : » د روان کال په تېرو درېو مياشتو کې شاوخوا ۲۶۷ د کانګو ناروغۍ مثبتي پيښې ثبت شوې چې له کبله يې ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په دغو ناروغانو کې يو ډاکټر هم خپل ژوند يې بايللی دی. «
یواځي د تېري اونۍ په ترڅ کې په ګانګو ۹۷ کسان اخته او۵ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کابل کې د انتاني ناروغیو روغتون د کانګو په ګډون د ساري ناروغیو یواځنی مرکز دی، چې هره ورځ ګڼ شمېر ناروغان ورته راځي.
د کابل د انتاني روغتون چارواکي وايي، په کانګو ناروغۍ اخته کسان تر ډیره قصابان، بزګران او اشپزان دي.
څرنګه چې د کانګو د اخته کیدو یو احتمال حیواني کنه ، د وینې یا د څارویو د مړو سره اړیکه ده، قصابان د ناروغۍ په لومړۍ کټګورۍ کې دي.
د دغه روغتون مسوول ډاکټر فریدالله عمري وایي : »یواځې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په دې روغتون کې ۷ مړینې ثبت شوي او دا شمېره لا هم مخ په زیاتېدو دی.«
هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې د کانګو د ناروغانو شمېر د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر ونه نیول شي، دا شمېره به له لوی اختر وروسته، چې د ګوتو په شمېر ورته ورځي ورته پاتې ده، لا ډېر شي.
یو شمیر د کانګو ناروغان چې د کابل د ساري ناروغیو ( انتاني ) په روغتون کې بستري شوي او تر درملنې لاندې دي، د خپل روغتیايي وضعیت او په دې ناروغۍ د اخته کیدو څرنګوالی تشریح کوي.
عبدالغفار د کابل ولایت اوسېدونکي وایي : «زه د غواګانو او پسونو د پېر او پلور کاروبار لرم، څو ورځې وړاندې د کار پر مهال د کنې سره د تماس له امله را ته دا ناروغۍ پیدا شوه. لومړی مې تبه درلودله، وروسته مي وجود درد کاوه او بیا مې تر پوزې وینه راغله.»
دغه راز د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي رحمت الله هم وایي ، چې په دې ناروغۍ د ماسک او دستکشو په څېر د خونديتوب د وسايلو د نه کارونې له امله اخته شوى دى: هغه وویل: »زه قصاب يم، له بده مرغه دا ناروغۍ مې د څارويو د حلالولو پر مهال اخیستې ده. په لومړي سر کې مې د خارښ احساس وکړ بیا تبه، سر درد، اسهال او د وینې بهیدو سره مخ شوم. اوس تر درملنې لاندې یم هیله لرم چې ژر به روغ شم.«
د کرېمیا – کانګو وینه بهوونکې تبي ته په انګرېزي ژبه کي Crimean Congo Hemorrhagic Fever (CCHF) ویل کېږي. کرېمیا – کانګو یوه برېښیونې (حاده) تبجنه او وینه بهوونکې ناروغي ده چي د منګوړو (خسکو، کنو او وراسکو) له خوړلو یا هم د ککړو څارویو له ویني، ترشحاتو او جسد سره د اړیکې له کبله رامنځته کېږي.
دا ناروغي لومړی ځل ۱۲ پېړۍ وړاندي په تاجکستان کي تر سترګو شوې وه. وروسته د اوکرايین کرېمیا ته د دویمې نړېوالې جګړې په پای کي د روسي پوځیانو له ورتګ سره وپېژندل شوه او د کرېمیا وینه بهوونکي تبې نوم یې پر کېښود. په ۱۹۵۶ کې په کانګو کي دې ته ورته یوه ناروغي ولیدل شوه او په ۱۹۶۹ کال کي مالومه شوه چي د کرېمیا او کانګو هغې یوه ناروغي ده؛ نو ځکه یې Crimean Congo Hemorrhagic Fever ونوموله. د ناروغۍ وژنکچه په دویمه اوونۍ کي له ۱۰ تر ۵۰٪ ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، چې له کانګو تبې څخه د ژغورنۍ لپاره، د نړیوال روغتیا سازمان په ګډې همکارې سره د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه پېل کړي، چې په ګڼو ولایتونو کې ۴۰ تنه متحصصین او ۵۰ تنه نرسانو ته روزنه ورکړل شوي، ترڅو خلکو ته په دغې ناروغۍ د اخته کیدو د څرنګوالي او وقایې په برخو کې معلومات او درملنه ورکړي، د دې تر څنګ د روغتیا سازمان په همکاري ۲۰۰۰۰۰ بروشور او ۱۵۰۰۰۰ پوسترونه چاپ شوي دغه ارقام ولایاتو ته انتقال شوي تر څو د عامه پوهاووي برخه کې هېوادوالو سره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی، هغه کسان چې حلاله کوي او یا په څارویو لاس وهي، له دستکشو او نورو مخصوصو جامو څخه استفاده وکړي او د کنې د تشخیص لپاره سپینې او د روښانه رنګ لرونکې جامې واغوندي.
کانګو يوه ويروسي او د انسانانو لپاره خورا وژونکي ناروغي ده، چې ډېر وخت له څارويو څخه انسانانو ته ليږديږي.د روغتياپالانو په خبره، دغه ناروغي په کورنيو څارويو لکه غوا، ميښې، پسونو، وزو، اوښانو، شترمرغ او په نورو کورنيو څارويو کې پيدا کېږي.
له کانګو ناروغۍ دځان ژغورلو لپاره اړتيا ده ،چې د څارويو د ذبح کولو پرمهال تل دستکشې، ماسک او عينکې وکارول شي.
خبریال : محمد طیب سمیر






