د ښوونکو د روزني ریاست د تېر حکومت له خوا لیرې کړای شوی ؤ
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2023/07/IMG_20230713_083316_916-905x566.jpg)
د ښوونکو د روزني ریاست د تېر حکومت له خوا لیرې کړای شوی ؤ
د پوهنې وزارت د اداري پلاوي د پرېکړې له مخې د دغه وزارت له ادارې څخه د غیر موثرو کسانو د لرې کولو پرېکړه وکړه.
په ورته وخت کې دغه وزارت زیاته کړې، چې د «سید جمالدین افغان» د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست د جوړښتونو پر پیاوړتیا او رامنځته کولو تمرکز کوي، چې د زونونو د ښوونکو د روزنې او مسلکي ودې بنسټونو د بیا ژوندي کولو پلان جوړ کړي.
(2023 / 7 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې د مرکزونو د لغوه کېدو په اړه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د ښوونکو د روزنې ریاست /تربیه معلم د تېر حکومت له خوا خو ولايتي جوړښتونه له پلان پرته ساتل شوي او سلګونه ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چهارشنبې په شپه (۲۱ سرطان) خپره شوه، ویل شوي چې په دې وروستیو کې د ا.ا. د لومړي وزیر د دفتر د تنظیمونو او معاشونو د کمیسیون د لارښوونو پر بنسټ د «دوه اړخیز، موازي، غیر موثر او غیر ضروري» جوړښتونو د لرې کولو لپارهلړۍ پیل شوه.
د پوهنې وزارت د اداري پلاوي د پرېکړې له مخې د دغه وزارت له ادارې څخه د غیر موثرو کسانو د لرې کولو پرېکړه وکړه.
اړوند موضوعات: