د کورمې ضلعی تري منګل قبیلې مشران لنډي کوتل ته راغلي، د تورخم له لارې ی پاکستان ته د راتګ اجازه غوښتې

د تري منګل سني مشرانو جرګې غوښتنه کړې چې دوی ته دې اجازه ورکړي چې د تورخم له لارې پاکستان ته راشي ځکه دوی په کورمه کښې د روانې جهګړې له وجهې بند پاتې دي
0
248

نصیب شاه شینواري
په کورمه ضلع کښې د تري مینګل قبیلې خلق چې په کورمه کښې د روانې شخړې له امله ایسار او بند پاتې دي د تورخم له لارې افغانستان ته د مهاجرت او پاکستان ته د ننوتو غوښتنه کړې ده. د مينګل د قومونو په استازيتوب قومي جرګې مشران په لنډي کوتل کې د امنيتي چارواکو او د ضلعي انتظاميې مشرانو سره په دې اړه خبرې اترې کړي دي. .

د سرچینو ترمخه په کورمه ضلع کې دزمکې شخړو له وجهې د مينګل قوم مشرانو د خيبر رائفلز کمانډنټ او د ضلعي انتظاميې چارواکو سره جلا جلا ملاقاتونه کړي دي۔

د سرچینو ترمخه مینګل دې مشرانو پلاوي د لنډي کوتل ایف سي کیمپ کښې اړوند امنیتي چارواکو سره لیدنه کړې ده. د مينګل قبائيلي جرګې په عاجله توګه د چارواکو نه غوښتنه کړې چې په کرمه ضلع کښې د وروستيو تاوتريخوالو له امله د مينګل قبيله له دريو خواو څخه محاصره ده، دوی ماشومان او ښځینه د سختو ستونزو سره مخ دي او دوی سره خوراکي توکي هم ختم شوي دي. .

دوی ټینګار وکړ چې د دوی لپاره یوازینۍ مناسبه لاره په افغانستان کې پناه اخیستل دي.
د سرچینو ترمخه دا غوښتنه ی هم کړې چې دوی ته دې د تورخم له لارې پاکستان ته د راتللو اجازه ورکړل شی او ددوی قبیلې ټپیان دې هم د تورخم له لارې پاکستان ته راوړل شی ځکه دوی په کورمه تری منګل کښې بند پاتې دي.

په پایله کې، چارواکو ژمنه وکړه چې د جرګې اندیښنې به لوړ پوړو چارواکو ته د لا غور لپاره وړاندې کړي.

اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل ارشاد خان ځای خبریالانو سره خبرو کښي اوويل چي د تري مينګل قوم دوي ته د تورخم له لاري پاکستان ته د داخليدو اجازت غوښتي دې.

هغه ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د طبي شرایطو لرونکي اشخاصو ته اجازه ورکول کیږي چې د تورخم له لارې پاکستان ته د بشردوستانه شرایطو پراساس ننوځي، هغه اوویل چې دا اجازه به د اړوند چارواکو د اجازه ورکول پس کیږي چې دوی د تورخم له لارې پاکستان ته راداخل شي.

د جرګې په غړو کښې ملک منور خان، ملک عاشق، خاد محمد، اقبال وزیر او نورو مشرانو په ګډون د سني فرقې استازي او د جرګې مشر ملک منور د ګڼو مشکلاتو څرګندونه وکړه چې په خپله ورسره مخ دی،مشرانو اوویل له مختلفو اړخونو څخه محاصره شوي دی او دوی سره خوراکي توګی هم ختم شوی دي.
د خپلو دندو او مسؤلیتونو د ترسره کولو څخه منع شوي، دوی مایوسه شوي او اوس د دې تل پاتې ستونزې د حل په لټه کې دي. هغه زیاته کړه، وروستیو نښتو د هغه په سیمه کې د خوراکي توکو د کمښت لامل شوی، چې د ټپیانو په وړاندې یې ستونزې لاپسې زیاتې کړي دي. په پایله کې یې د تورخم له ادارې څخه غوښتي چې د پولې له لارې پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړي.
په کورمه ضلع کې له تېرو څو مياشتو راهسې په يو شمېر ځايونو کښې نښتې روانې دي ،
په کورمه کښې د نورو کلیو (شیعه ګانو) سره د تري مینګل (سنیانو) او پیواړ کلیو ترمنځ جهګړا شتون لري. .

کورمه کښې د جرګې مشران د ډزبندۍ په اړه خبرې کوي
https://fb.watch/lKBfAahjmK
د ځایی سرچینو ترمخه د اپریل میاشت کښې د لسم ټولګي امتحان په مهال په یو سکول کښې اته ښوونکي اووژل شول او دې نه پس د سنیانو او شیعه مسلمانانو ترمینځ د جنګ او ناامنې یوه بله لړۍ پیل شوه.
یاده ده دې چې د صوبایی حکومت ذمه وارې ادارې څخه جاري شوې یوې خبرپانې ترمخه صوبایی حکومت او ریاستي ادارې ژمن دي چې په کورمه کښې حکومتي رټ او امن قایم کړي، د خبرپانې مطابق دوی به هیڅ کوم چاته اجازه ور نه کړي چې د کورمې امن خراب کړي.
دا خبره هم مهمه ده چې یوه ۳۰ کسیزه جرګه هم هڅې کوي چې دا شخړه د خبرو اترو له لارې هواره کړي .

Leave a reply