د پاکستان ،چین او روس ځانګړي استازې په مسکو کښې ناسته کړې

0
212

باغي ټي ټي وي رپورټ
د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان ځانګړې استازې محمد صادق خان پرون په روس ماسکو کښې د چین او روس هیواد د افغانستان لپاره خصوصي نمانیدګانو سره ملاقات کړې دې. د ماسکو ټرایکا غونډه به نن په ماسکو کښې کیږي.
د پژواک آژانس یو رپورټ مطابق په دې مهمه غونډه کښې د پاکستان ،چین او روس د حکومتونو د افغانستان لپاره ځانګړۍ استازۍ د افغانستان په موجوده صورت حال ټینګار کړې دې. په دې غونډه کښې د پاکستان وزیراعظم عمران د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق شرکت کوي او د پاکستان نمایندګي کوي.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت ویاند نن په یو مراسله کښې لیکلي وو چې د روس د ماسکو ناستې د کال ۲۰۱۷ نه پیل شوي دې او ددې غونډو تمرکز افغانستان دې. مجاهد وایی چې وس چې د افغانستان واک ټول د اسلامی امارت په لاس کښې دې نو د اسلامی امارت پلاوي به هم په دې غونډه کښې شرکت وکړی او د افغانستان په اړه به د امارت اسلامی دریځ په ښه توګه ددې غونډې په ذریعه نړۍ ته ور څرګند کړي.
په داسې وخت کښې چې سبا د په ماسکو کښې د ټرایکا غونډه کیږي د امریکا حکومت له طرف نه داسې بیان جاري شوې دې چې امریکا د څه تخنیکي ستونزو په وجه په دې غونډه کښې شرکت نه کوي.
سیاسي او دفاعي کارپوهانو د امریکې په شرکت نه کولو باندې سوالونه را اوچت کړي او وایی چې د امریکا د شرکت نه کولو څه مطلب او غرض دې، باید چې امریکا په دې کې شرکت وکړي او په افغانستان کښې د تل پاتې امن لپاره خپله ژمنه سرته ورسوي او د افغانستان تل پاتې امن لپاره فعال او عملی رول ولوبوي.

Leave a reply