باغي ټي وي رپورټ
د عمران خان پخواني پرسنل سيکرټري عون چوهدري په خپل درخواست کې غوښتنه کړې چې د رجسټرار دفتر لخوا د جولايي په لسمه د درخواست د واپسۍ حکم دې منسوخ کړل شي او درخواست ته دې نمبر الاټ کړل شي او اورېدنه دې وشي.
عون چوهدري دريځ لري چې په درخواست باندې د رجسټرار لخوا پورته شوي اعتراضونه غير ضروري دي، د جسټس فيض عيسٰي ريفرنس کې سپريم کورټ دا اصول وضع کړي چې د پبلک آفس هولډر احتساب وي.
عون چوهدري په اپيل کې دريځ خپل کړى چې دتحريک انصاف دبندي کولو درخواست دمنلو وړ دى، دپي ټي ائي چيئرمېن د٩م مئ دپيښو په تناظر کې نفرت ډکې ويناوې کړې وې.
ياده دي وي چي د استحکام پاکستان پارټئ ايډيشنل سيکرټري جنرل عون چوهدري په خپل درخواست کښي سپريم کورټ ته د پي ټي آئي بنديز لګولو غوښتنه کړي وه ولي رجسټرار دفتر اعتراض سره د عون چوهدري درخواست واپس کړے وو۔










Leave a Reply