د لنډي کوتل هسپتال ایم ایس دې ددې ځای بدل کړل شي

0
167

باغی ټی وی رپورټ

د لنډی کوتل په سرکاري هسپتال کښي د مریضانو لپاره هیڅ سهولت نشته اوس هم پیښور ته مریضان لیږل کیږی،که چیری ایم ایس ډاکټر جمشید شیرانی تر پیر پوری ددې هسپتال بدل نه شي نو د هسپتال دننه به احتجاجی پیل کړو.

تحصیل نائب چیرمین ولی محمد سیاسی او سماجی کارکن سميع الله دا خبره په لنډيکوتل پريس کلب کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړه.

کلیم الله شینواری، ضمیر افریدی. محمد صديق بنوري او د وي سي 17 چيئرمېن حاجي شېر آفريدي اوویل چې هسپتال کښې د ټولو ډيپارټمنټونو جديد مشينونه پراته دي ولي ايم ايس په قصدي توګه دا نه فعالوی، د لنډيکوتل هسپتال د بدلون په نوم اولس سره دوکه کوي۔ ده د صحت کارډ کښې د کرپشن ټول ريکارډ مات کړے دے او نور هم ایم ایس په کرپشن کښې ککړ دې نو دوي غوښتنه کوي چې د ايم ايس دې احتساب وشي.

د اې کټګورۍ درجې ورکولو سره د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو کمي نشته خو د هسپتال کارکردګي هم د ډي کټګورۍ هسپتال سره برابره نه ده.

د هسپتال لپاره د جوړی شوی کمیټئ کارکردګی هم صفر ده دوی هم د هسپتال خراب حالات باندی چپه خوله دی.هغوی اوویل چی د کرپشن ضد ټیم څو ځلی دوره کړی ده ولی خپل رپورټ نه جاری کوی؟ هغوی تور ولګول چې د شیرانی د ناروا روی له امله ګنړ شمیر ډاکټرانو ددې هسپتال څخه بدلی وکړه .

هغوی غوښتنه وکړه چې ایم ایس شیراني دې ددې هسپتال څخه بدل شي.

Leave a reply