د ازبکستان ولسمشریزو ټاکنو کې شوکت میرضایف بیا ځلې کامیاب او د درییم ځل لپاره د یاد هیواد ولسمشر وټاکل شو.

د ازبکستان ولسمشریزو ټاکنو کې شوکت میرضایف بیا ځلې کامیاب او د درییم ځل لپاره د یاد هیواد ولسمشر وټاکل شو.
10 جولاي دوشنبه 2023
د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې شوکت میرضیایف د ۸۷.۰۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د اوزبکستان هیواد لپاره د اوو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو.
د ازبکستان د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر شوکت میرضایف د ۸۷.۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د درېیم ځل لپاره د ازبکستان د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
یاده دې شي په دې ولسمشریزو ټولټاکنو کې له ښاغلي میرضایف څلور تنه نور په سیالۍ وو چې په ستر توپیر یې مات کړي دي.
یاد هیواد چې ۳۴ میلیونه نفوس لري، چې ټاکنو کې د ازبکستان شاوخوا ۱۵.۶ میلیونه وګړو برخه اخیستې وه، چې ۷۹.۹سلنه یې د رایې ورکولو وړ دي.
اړوند موضوعات
دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي ځل لپاره د ازبکستان اساسي قانون کې د جمهوري ریاست دوره د پنځه کلونو څخه اووه کلونه ته تمدید شو.






