طالبان: امریکایان دې په هوایي ډګر کې نوره بېعزتي ختمه کړي

طالبان: امریکایان دې په هوايي ډګر کې بېعزتي ختمه کړي

طالبانو وروسته له هغه چې زرګونو کورنۍ د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر ته له هېواد نه د تېښتې لپاره راغونډې شوي وویل چې امریکایان دې دا بېعزتي ختمه کړي کنه موږ خپله لاس پکار کېږو.

 

2021 / 8 / 22  نېټه باغي ټلویزون)

وروسته له هغه چې طالبان کابل ته دننه شول په زرګونو کسانو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر هجوم ورووړ تر څو له هغې لارې په ناقانونه ډول له هېواد څخه وتښتي.

که څه هم څو څو ځلي د حامدکرزي هوايي ملکي چلند ادارې اعلان وکړ چې هېڅوک دې هوايي ډګر ته نه راځي ځکه دوی هېڅ کوم ملکي او بهرنی پرواز نلري؛ خو سره له هغه بیا هم په زرګونو کسان د کابل هوايي ډګر خواو شا کې راټول شوي. تازه طالبانو وویل چې امریکایان دې  د هوايي ډګر خوا و شا کې دا بیعزتي نه جوړوي کنه نو دوی به خپله لاس پکار شي.

تیره ورځ له هوايي ډګر نه د نجونو او ښځو داسې انځورونه خپارۀ شول چې نجونې پکې د امریکایانو غېږ کې لیدل کېدې، دغو انځورونو په ټولنیزو شبکو پراخ غبرګونونه راوپارول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网