د لاهور هائي کورټ زمان پارک کې پر پوليسو د بريد په مقدمه کې د جي آئي ټي د جوړولو په ضد درخواستونه رد کړي دي.

0
97

باغي ټي وي رپورټ

د لاهور هائي کورټ جسټس طارق سليم شيخ، جسټس فاروق حيدر او جسټس امجدرفيق په مشتمل بنچ د کيس اورېدنه وکړه.

د عدالت درې کسيزه بنچ په ۲۸ پاڼو متفقه پرېکړه جاري کړې ده.

عدالت زمان پارک کښي د پوليس کيسونو کښي د جے آئي ټي جوړولو په ضد د پي ټي آئي درخواستونه مسترد کړي دي۔

عدالت د حکومت لخوا جوړ شوي جے آئي ټي قانون مطابق فیصله کړې ده.

د محکمې پریکړه کې ویل شوي چې عریضه کوونکی کولی شي په انفرادي ډول محاکمې ته مراجعه وکړي.

ياده دي وي چي څو مياشتي وړاندي هم زمان پارک کښي پوليس د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نيولو لپاره اپريشن کړے وو چي پکښي د پوليس او پي ټي آئي کارکنانو ترمينځه نښته شوي وه چي پکښي يو شمير پوليس اهلکار ژوبل شوي وو۔ خو په دې عملیاتو کې عمران خان نه دی نیول شوی.

وروستو پوليسو دعمران خان په موجوديت کې زمان پارک کې عمليات کړي چې پکې دوسلې او پټرول بمونو دبريد دعوه شوې ده.

Leave a reply