قومي احتساب بيورو (نيب) د پنجاب د پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د نيولو پرېکړه کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ

د ذرائعو ترمخه نيب لاهور د نيب چيئرمين نه د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د ګرفتارۍ وارنټ جاري کولو غوښتنه کړي ده۔

سرچينې وائي چې په عثمان بزدار دنوى آرډينينس دعملي کولو فيصله شوې ده اؤ دنيب نوي آرډينينس لاندې به دپوښتنو په مهال پخوانى وزيراعلي هم نيولى شي.

د نيب ذرائعو ترمخه عثمان بزدار او د هغه خاندان د نهه اربه نه زياتې اثاثې جوړولو په مقدمه کښې پلټنو لاندې دي او د دوي خلاف د غنمو برآمد کولو مقدمه هم تر پلټنو لاندې ده.

عثمان بزدار چې د تحریک انصاف په حکومت کې د پنجاب اعلی وزیر و، په دې هم تور دی چې د پیسو په بدل کې یې تقررونه کړي، هغه په ​​بېلابېلو کېسونو کې نیب ته وړاندې شوی او له عدالتونو یې ضمانت هم ترلاسه کړی دی.

د عثمان بزدار له تحریک انصاف نه جلا شو

د مې په نهمه نېټه د عمران خان له نيول کېدو وروسته رامنځته شوي حالات چې پکې د پي ټي ايي ګڼو مشرانو ګوند ته الوداع وويل، د تېرې جون مياشتې په دويمه نېټه عثمان بزدار هم له تحريک انصاف څخه د وتلو اعلان وکړ.

په کوئټه کې دخبرو په مهال پخواني وزيراعلي عثمان بزدار دنهېمې مئ دپيښې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دپوځ سره ولاړ دى اؤ په راتلونکي کې به هم ولاړ وي.

عثمان بزدار د پي ټي آئي په حکومت کښې د دريو کالو نه زيات وزيراعلي وو او اکثره وخت به په پي ټي آئي کښې د هغه د کارکردګۍ په اړه د اختلافاتو خبرونه هم راغلي وو ولي د پي ټي آئي چيئرمېن ورته خپل وسيم اکرم پلس ويل.

خو عمران خان د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې عثمان بزدار د وزیر اعلی له څوکۍ لرې کړ او پروېز الهي یې د پنجاب ایالت د اعلی وزیر په توګه وټاکه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载