د اسلام آباد احتساب عدالت د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو په ضد د ايل اين جي ريفرنس محفوظ کړے شوي فيصله يو ځل بيا وځنډوله۔

0
171

باغي ټي وي رپورټ

نن د اورېدنې په مهال د احتساب عدالت جج محمد بشير په خپلو ريمارکسونو کښې وويل چې فيصله په مکمله توګه نه شي ليکلے شوې، د دې لپاره نور وخت پکار دے.

عدالت ويلي د ايل اين جي ريفرنس محفوظ کړې شوې فيصله به د جولائي په 18مه نيټه کوي، د مقدمې اوريدنه د جولائي تر 18مې نيټې پورې ځنډولې شوې ده.

ياده دي وي چي دجون په 26مه نيټه احتساب عدالت دحزب عدالت په اړه فيصله محفوظ کړي وه۔

نیب د ایل این جی ریفرنس د سپیشل جج سنټرل عدالت ته منتقل کولو بیان جمع کړی وو.

د نيب پراسيکيوټر وويل چې د نيب ترميمي آرډيننس نه پس دا د ايف آئي اے د ريفرنس اسپيشل جج سنټرل اسلام آباد صلاحيت دے.

Leave a reply