امیرخان متقي: د افغانستان اقتصادي بحران “پروپاګند” دی

امیرخان متقي: د افغانستان اقتصادي بحران “پروپاګند” دی
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی وايي، د هېواد اقتصادي بحران تبلیغات دي او د افغانستان اقتصاد پخوا د مخدره موادو په سوداګرۍ او اداري فساد متکي و.
د جمعې په شپه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت تمرکز په هیواد کې د سترو پرمختیايي پروژو په تطبیق دی.
(2023 / 7 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی وايي، د هېواد اقتصادي بحران تبلیغات دي او د افغانستان اقتصاد پخوا د مخدره موادو په سوداګرۍ او اداري فساد متکي و.
د جمعې په شپه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت تمرکز په هیواد کې د سترو پرمختیايي پروژو په تطبیق دی.
امیر خان متقي له حج څخه د ا.ا. دچارواکو د راستنېدو په پار جوړو شویو مراسمو کې وویل: «نن ورځ اقتصاد بدل شوی دی. د بېلګې په توګه پرون څلور ميليونه ټنو ته د نشه يي توکو راوړل هم يو اقتصاد و.
افغانستان چې د تریاکو او هیروینو په برخه کې په نړۍ کې لومړی ځای درلود، هم یو اقتصاد درلود. “نن، کله چې روږدي کسان راټولیږي، تریاک منع کیږي، دا په طبیعي توګه اقتصاد ته زیان رسوي.”
اړوند موضوعات:
بوټو: افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین د دې لامل شوی چې سرپرست حکومت پخپلو کړیو ژمنو عمل ونکړي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره په هېواد کې د افغانۍ ارزښت ثابت دی او د زیربنایي پروژو په پلي کېدو سره به د هېواد اقتصاد وده وکړي.





