د جهلم په جی ټي روډ باندې یو درې منزله هوټل د سلنډر د چاؤدنې له امله نړېدلی چې له امله یې درې کسان وژل شوي دي.

0
94

باغي ټي وي رپورټ

د ژغورنې عملې په وینا تر خاورو لاندې د ښخ شویو کسانو د را ایستلو لپاره د ژغورنې عملیات روان دي، تر خاورو لاندې د ۲۵ کسانو د ښخېدو وېره شته چې تر اوسه ۷ کسان ژغورل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ژغورني چارواکي وايي، چي د درېيو کسانو جسدونه له کنډوالو را ايستل سوي، مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول سوي دي.

Leave a reply