د کراچۍ ښار په مختلفو سیمو کې باران شروع شوی چې د شپې تر ناوخته پورې به په وقفه يي ډول دوام ولري.

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ په سپر هائي وے، سکیم ۳۳، صفورا چورنګي او شاوخوا سیمو کې باران روان دی. د دې نه علاوه ګلشن معمار، سرجاني ټاؤن، ملیر او ګلشن اقبال کښې د باران وريدو اطلاعات دي.
په ناظم آباد، نارتھ ناظم آباد، ايف بي سيمه او شاوخوا سيمو کښې د تندر سره باران شوے دے ولې ملير ماډل کالونۍ، ګلستان جوهر، سچل ګوټ او د ائيرپورټ په شاوخوا سيمو کښې هم د وريځو سره باران روان دے.
د موسمياتو کارپوه جواد ميمن وايي په کراچۍ کې تر نن شپې پورې د باران امکان دی او سبا به هم معتدله باران ورېږي.
د جواد میمن په وینا، سبا په ښار کې د باران امکان ښه دی، په کراچۍ کې به د جولای تر لسمې نیټې پورې د باران امکان وي.






