کابل هوايي ډګر کې د ګڼه ګوڼې له امله درې کسه وژل شوي

کابل هوايي ډګر کې د ګڼه ګوڼې له امله درې کسه وژل شوي

له تېرو څو ورځو راهیسې په زرګونو کسان د کابل هوايي ډګر سره راټول شوي تر څو له افغانستان نه وتښتي.

 

2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)

په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر سره د ګڼه ګوڼې له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي دي. سکای نیوز په یوه راپور کې ویلي چې دغه کسان د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي او ګڼ نور ټپیان هم دي. په راپورونو کې راځي چې په کابل کې د هوايي ډګر شاوخوا ته زرګونه کسان راټول شوي دي او هڅه کوي ددغه ډګر له لارې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي. دوی پر هغو ګنګوسو تېروتلي چې ګواکي امریکايي الوتکې خلک بې پاسپورت او وېزې ورسره لېږدوي، خو دا خبرې بې بنسټه دي او د هوايي ډګر شاوخوا یې د زرګونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی. بلخوا د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د کابل له هوایي ډګره هر ډول ملکي او تجارتي پروازونه ځنډېدلي له همدې امله له خلکو غوښتنه کوي چې دغه سیمې ته دې نه ورځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网