د پنجاب نګران حکومت د می د نهمې نیټې پیښو په اړوند په لوړ پوړو کیسونو کې په ضمانت خوشې شوي کسانو د ضمانت منسوخولو لپاره د اپیل دائر کولو پریکړه کړې.

0
174

باغي ټي وي رپورټ

د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې د نهم مئي پيښو کښې د ککړو ملزمانو خلاف قانوني کاروائي کښې د پرمختګ جاج واخستل شو۔

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هغو کسانو د ضمانتونو د لغوه کولو لپاره دې د استیناف غوښتنه وشي چې په لوړ پوړو کېسونو کې په ضمانت خوشي شوي دي.

محسن نقوي د ۱۷۱ مجرمانو د نه پېژندګلوۍ نوټس اخيستی او د پېژندګلوۍ عمل يې ژر بشپړولو امر کړی دی.

د پنجاب نګران وزيراعلي هدايات کړي چې د ټولو بدمعاشانو خلاف مقدمې دې په مسلکي توګه پرمخ يوړل شي، د انساني استخباراتو په مرسته دې مفرور کسانو ته د تخنيکي او استغاثې عمل نور هم موثر کړل شي.

محسن نقوي ویلي د ترهګرۍ دغه مقدمې به منطقي انجام ته رسولی شي.

Leave a reply