د اوبو د وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه وئيلي دي چې د هند سره د ډيمونو په معامله نړيوال ثالثي عدالت کښې د پاکستان دريځ منل لويه کاميابي ده۔

0
110

باغي ټي وي رپورټ

هغه وویل چې د اوبو په لانجه کې د هند ماتې د هغې د خپل دریځ ثبوت دی.

د اوبو د منابعو وزير وويل د سېلاب د انتظام لپاره د ټولو اړخونو سره په ګډه پالېسي جوړه شوې ده چې د سېلابونو د زيانونو د مخنيوي لپاره دايمي حل لاره وموندل شي.

د يادونې وړ ده چې د ثالثې نړيوالې محکمې د کشن ګنگا ډېم په اړه د پاکستان دوسيه د منلو وړ وبلله او د ثالثۍ د دايمي محکمې په واک کې يې د هند اعتراض رد کړ.

دا هم باید په یاد ولرئ چې د ۲۰۱۸م کال د مې په ۱۹مه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان له سختو اعتراضونو سره سره په مقبوضه کشمیر کې د ۳۳۰ میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د کیشن ګانګا د هایدرو پاور پلانټ پرانسته وکړه.

د دې متنازعې پروژې په اړه د پاکستان دریځ دا دی چې دا پروژه د سیند حوزه له تړون څخه سرغړونه ده، نړیوال بانک د پاکستان او هند ترمنځ د کشن ګنگا پروژې په اړه دوه ځلې خبرې کړې دي، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.

Leave a reply