د خېبر قبائيلي ضلعې په لنډي کوتل کښې عالمانو په متفقه توګه په ودونو او د نرښځيانو پشمول نورو محفلونو کښې په نڅا، موسيقۍ او هوائي ډزو باندې بندیز لګولې

باغي ټي وي رپورټ
د قبائلي ضلعې خيبر کښې په ودونو کښې د نرښځيانو په نڅا او موسيقي بندولو فيصله د سيمې علماء کرامو، مفتيانو په متفقه توګه کړې ده۔
د پرېکړې له مخې، د خېبرضلعې ذخه خېلو سیمه کې د واده مراسم چې پکې موسیقي وي نه به یې بلنه منل کېږي او په عین حال کې به د دوی به د دې کورنۍ د کوم مړ شوي جنازه نه کوي.
په اعلاميه کې د سيمې له خلکو هم غوښتل شوي چې په داسې واده کې ګډون ونه کړي او له داسې کسانو سره اړيکې پرې کړي.
د جرګې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د ودونو پر مهال د هوايي ډزو د بندولو پرېکړه هم شوې ده.
په اعلامیه د علماوو، قاريانو، مفتیانو لاسلیکونه شوي دي .






