په تورخم پوله د پاکستان اقتصاد په اړه یو لوی بدلون، د پاکستان او روس هیواد سره په رسمي توګه تجارت پیل شو، دوه ټرکونه چې د تجارتي توکو ډک وو د روس څخه پاکستان ته راورسیدل

د روس او پاکستان ترمینځ د تورخم لارې تجارت به د پاکستان په اقتصاد او ځای اولس په کاروبار ښه اثر وکړي: قاري نظیم ګل شینواري
0
657

نصیب شاه شینواري
د پاکستان په تاریخ کښې په لومړي ځل نن د جمعې په ورځ په پاک افغان پوله تورخم دوه ټرکونو چې د تجارتي توکو څخه ډک وو د روس څخه پاکستان ته راورسیدل، سوداګر د اقتصاد په اړه دا یو ډیر لوی پرمختګ ګنړی او وایی چې دا به د پاکستان په اقتصاد یو ډیره ښه اغیزه ولري .
د یوې شخصي ټرانسپورټ کمپنۍ مالک رمیز رسنیو ته اوویل چې په دې ټرکونو کښې سپینه چڼه او دهاګه(تار) بار وو چې پاکستان ته ایمپورټ شو.
نوموړي اوویل او زیاته ی کړه چې په راروان وخت کښې د روس څخه نور د تجارتي توکو ډک ټرکونه هم په تورخم پوله پاکستان ته راداخل شی ،د روس او پاکستان ترمینځ به د سرک د لارې تجارت په رسمي توګه پیل شی چې دا به زمونږ د اقتصاد او قامي خزانې ته ډیره ګټه ورسوي.
نوموړي اوویل چې وس به پاکستان سوداګر هم د تورخم بارډر له لارې تجارتي توکي روس ته صادروي چې دا به د پاکستان په اقتصاد ښه اغیزه ولري.
ځایی سوداګر وای چې د پاکستان او روس ترمینځ د تورخم له لارې سوداګري پیل کیدل یو ډیر له او ګټور بدلون دې.
قاري نظیم ګل شینواري چې سوداګر دې او د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس اتحادیی یو فعال غړې او مشر دې وایی چې د روس او پاکستان ترمینځ تجارت به د پاکستان په صادراتو ښه اثر وکړي او دې سره به د پاکستان ایکسپورټ ښه وده وکړه، هغه زیاته کړه چې ایکسپورټ تجارت د یو هیواد د اقتصاد لپاره د ملا تیر په څیر وی او د کوم هیواد چې ایکسپورټ وده وکړي د هغه هیواد اقتصاد وده کړي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې د روس او پاکستان ترمینځ تجارت به په ځایی کسټم کلیرینس ایجنټانو په کاروبار ډیر ښه اثر وکړي او ددوی کار روزګار به ښه شي.
نوموړي اوویل چې په دې اقتصادي بدلون کښې باید مقامي تاجرانو او کسټم کلیرینس ایجنټانو ته موقع ورکړل شی ،هغه زیاته کړه چې دا د ځایی سوداګرو او کسټم کلیرینس ایجنټانو حق دې چې د روس او پاکستان تجارت څخه ګټه پورته کړي ځکه چې په دې سیمه کښې بې روزګاري زیاته شوي ده او وس دا ښه موقع ده چې ددې ځای اولس ته د کار روزګار موقع ورکړل شي.
…………..

Leave a reply