پکتیکا کې د افغان بېسم مخابراتي شرکت د لومړی ځل لپاره نوې مرکزي څانګه پرانېستلی.
پکتیکا کې د افغان بېسم مخابراتي شرکت د لومړی ځل لپاره نوې مرکزي څانګه پرانېستلی.
7 جولائي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د پکتیکا ولایت رسنیو دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرکز ښرنه ښار کې د افغان بېسم مخابراتي شرکت د لومړي ځل لپاره نوي څانګه پرانېستله.
په دې اړه په جوړې شوې غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس مولوي محمد انور قیام، د شهیدانو او معلولېنو ریاست رئیس، د کرنې اوبو لګولو اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال، د کابل نه د افغان بېسم شرکت د زون مسول او ورسره راغلي مل پلاوي برخه اخېستي وه.
د افغان بېسم مخابراتي شرکت د زون مسؤل محمد سلېمان خرم د پکتیکا ولسونو ته د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د لومړي ځل لپاره د نوې مرکزي څانګې د پرانېستلو مبارکي ویلو ترڅنګ وویل، هڅه کوو، چې په پکتیکا کې د افغان بېسیم شرکت څانګې زیاتي کړو او هغو ولسوالیو ته چې هېڅ مخابراتي انتن نه لري، د پلان مطابق به په راتلوونکي د افغابېسیم مخابراتي شرکت انتنونه نصب کړو.
د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست رئیس مولوي محمد انور قیام د افغان بېسیم د نوي څانګې پرانېستل له مهمو اړتیا وو څخه یاده کړله او د دوی له فعالېتونو يې ستاېنه وکړه.
اړوند موضوعات
مولوي محمد انور قیام وویل، د افغانبېسیم مخابراتي شرکت د ا.ا.ا په راتګ سره په ټوله پکتیکا کې ۱۴ انتنونه، چې ۴ رېپټر او پاته ۱۰ یې اصلي سایټونه دي نصب شوي، د پلان مطابق به په نژدي وخت کې هم په ځېنو ولسوالیو کې انتونه نصب کړې.