د اسلام آباد عدالت نن د توشه خانه کيس کښې د تحريک انصاف د چيئرمين عمران خان د حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست منظور کړے دے۔

0
203

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام اباد ايډيشنل سيشن جج د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان ته د نن ورځې د حاضرېدو امر کړی دی.

د ايډيشنل سيشن جج په عدالت کې د توشه خانې کېس اورېدنې په مهال د عمران خان وکيل ګوهر علي خان عدالت کې وړاندې شو، چې د اليکشن کميشن لخوا وکيل امجد پروېز عدالت کې وړاندې شو.

د پي ټي آئي د چيئرمېن وکيل نن د حاضرۍ نه د استثنيٰ درخواست جمع کړے وو په کوم باندې چې اليکشن کميشن اوويل چې د عمران خان څلور وکيلان دي، وخت ضايع کيږي۔

په دې اړه ګوهر علي وويل چې د الېکشن کمېشن وکيلان يوازې د سکورنګ پوائنټونه دي، چېئرمېن د پي ټي آئي سينئر وکيل خواجه حارث دی.

د عمران خان وکيل د اوريدنې د اورېدنې تر ۱۰مې جولائي پورې ځنډولو غوښتنه وکړه، چې په اړه يې د الېکشن کمېشن وکيل وويل د تحريک انصاف د چيئرمېن د وکيلانو لخوا د ځنډولو حرکات کارول کيږي، د هغه د وکيلانو مقصد دلائل ورکول نه دي، خواجه حارث په عدالت کې مصروفيتونه نه لري.

ورسته عدالت د پي ټي آئي چيئرمېن د ننۍ حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست منظور کړو او سماعت ئي تر سبا پورې وځنډولې او خواجه حارث ته ئي سبا عدالت ته د حاضريدو هدايات ورکړے دے۔

Leave a reply