د استحکام پاکستان ګوند د مشر جهانګير ترين ورور عالمګير ترين ځان وژنه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د استحکام پاکستان ګوند د مشر جهانګير ترين ورور عالمګير ترين ځان وژنه کړې ده. دپوليسو دسرچينو له مخې عالمګير ترين ځان په سر د تومانچې په ډزو وژلى دى.

بل خوا د هغه نږدې ملګري وايي، چې د عالمګیر ترين د ناروغۍ په اړه معلومات نه لري.

عالمګير ترين واده نه وو کړې او د خپلو ملګرو په وينا د عالمګير ترين ۶۳ کلن و، کوژده يې کړې وه او د دسمبر په مياشت کې به واده کوي.

جيو نيوز ته د ترلاسه شوو تفصيلاتو له مخې، عالمګير ترين تيره شپه خپل خوب خونه ته تللى و خو کله چې د سهار لس بجې د کوټې د دروازې د ټکولو وروسته بهر نه راووت نو ملازم د کړکۍ نه وکتل او ويې ليدلو چې هغه په ​​وينو لړلى دى. سمدستي جهانګير ترين خبر کړ.

ترين يو مشهور سوداګر او د پاکستان سوپر ليګ (PSL) لوبډلې ملتان سلطانز مالک او مدير و.د پوليسو سرچينې وايي، عالمګير د لاهور په ګلبرګ سيمه کې په خپل کور کې و.

د پوليس چارواکو په وينا عالمګير ترين د ځان وژنې نه وړاندې يو نوټ هم پرېښودو چې پکې د خپلې ناروغۍ يادونه شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载