د پاکستان کرېکټ بورډ د مدیریتي کمېټې نوي مشر ذکا اشرف د خپلې دندې دنده په غاړه واخیسته.

0
119

باغي ټي وي رپورټ

چوهدري ذکا اشرف دچارج ترلاسه کولو وروستو دپي سي بي هيډکوارټرز ته رسيدلى چرته چې دبورډ لوړپوړو چارواکو د ذکا اشرف هرکلى کړى دى.

د ذکا اشرف لپاره د چارج اخیستلو کاغذونه بشپړ شوي او هغه په ​​دې موقع د پی سی بی کارمندانو سره هم لیدل شوی.

ذکا اشرف به نن د نوې انتظامې کمېټۍ د غونډې مشري کوي.

د پي سي بي د نوې اداري کميټې لومړۍ غونډه به د کرکټ په ملي اکاډمۍ کې کېږي چې پکې به د کرکټ بورډ راتلونکې تګلاره ټاکل کېږي.

ياده دې وي چې د پاکستان کرکټ بورډ نوې انتظامي کمېټۍ د څلورو مياشتو لپاره جوړه شوې چې د بورډ د آئي سي سي په ګډون به نورې چارې څاري.

د پي سي بي انتظامي کميټي لس غړي لري چې پکې کلیم الله خان، اشفاق اختر، مصدق اسلام، عظمت پرویز، ظهیر عباس، خرم سومرو، خواجه ندیم، مصطفی رمدي او ذوالفقار ملک شامل دي.

ياده دې وي چې د ذکا اشرف نه وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ چارې د نجم سيټي په غاړه وې خو د پاکستان پيپلز پارټۍ د پي سي بي چيئرمين لپاره د ذکا اشرف نوم وړانديز کړے دے۔

Leave a reply