سي ټي ډي د پنجاب مختلفو ښارونو نه اووه ترهګر نيولي دي۔

0
181

باغي ټي وي رپورټ

د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) وياند له مخې د پټو معلوماتو پر اساس د پنجاب په بېلا بېلو ښارونو کې عمليات شوي چې په نتيجه کې يې اووه ترهګر نيول شوي دي.

د سي ټي ډي وياند وئيلي دي چي ترهه ګر د راولپنډئ، ساهيوال، بهاولپور او ګوجرانواله نه نيولي شوي دي۔

د ترجمان په وینا د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د کالعدم تنظیم القاعدې او کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره دی او د قبضې نه بارودی مواد، ډیټونیټر، موبائیل فونونه، وسلې او ګولۍ ترلاسه شوی دی.

د وياند له مخې د ترهګرو په ضد مقدمه درج كړې شوې او پلټنې روانې دي او د هغوي د نورو ملګرو د لټون لپاره هم پلټنې روانې دي۔

Leave a reply