درخواست کوونکي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان په ضد د غير قانوني نکاح مقدمه د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت کښې دائر کړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
درخواست کونکی محمد حنیف د سول جج نصر من الله د فیصلې خلاف د نظرثانی اپیل دائر کړی دی.
د سیشن جج اعظم خان د نظر ثانی اپیل د اوریدنې لپاره د جولای په 13 نیټه ټاکلې ده.
د سيشن جج اعظم خان د پي ټي آئي چيئرمين او درخواست کونکي ته نوټس جاري کړے دے۔
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې بشرا بي بي بغير د کوم دليل خاور مانيکا نه جدا شوې او د پي ټي آئي چيئرمېن سره يې واده کړی دی، بشرا بي بي او د پي ټي آئي چيئرمېن په ګاله کښې موجود وو.
درخواست کوونکي وايي چې په فرورۍ 2018 کې مفتي سعيد بيا د پي ټي ائي د چيئرمېن بشرا بي بي نکاح ولوستله، عون چوهدري او مفتي سعيد د سول جج په وړاندې خپل بيان ريکارډ کړے دے۔
درخواست کوونکي غوښتنه کړې چې د پي ټي آئي د غير شرعي نکاح په اړه دې د سول جج فيصله کالعدم ګرځولے شي او عمل دې شروع کړې شي۔
ياده دې وي چې د مې په ۱۳مه د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د عمران خان او بشرا بي بي د غير قانوني نکاح د مقدمې درخواست ناقابل سماعت ګرځولی وو.
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، چې په عدت کې د نکاح د قضیې غوښتنه د محکمې له واکه بهر ده.






