د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې 5م جولائي 1977ء د پاکستان په تاريخ کښې توره ورځ ده ولې د 46 کالو په تېرېدو سره هم مونږ په مکمله توګه له دې دلدل نه نه يو خلاص شوي۔ ده ووئيل د آمريكا او ګوډاګيانو دور د ماضي خبره ګرځېدلې، اوس د پاكستان موجوده او مستقبل جمهوريت، جمهوريت او يوازې جمهوريت دى۔

باغي ټي وي رپورټ

پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، په هغه ورځ د اساسي قانون مخالفې ډلې د واک په لالچ کې له ولس څخه د اساسي قانون رڼا واخیستله.
سېنېټر رضا رباني وويل چې د عدالتي وژنو، وهلو ټکولو او تشدد باوجود پيپلز پارټۍ د رياست او ادارو سرې کرښې نه دي تېر کړي.
ده ووئيل چې د ججانو د اعتراف باوجود د بهټو د عدالتي وژنې په ضد ريفرنس روان دې۔