د خېبرپښتونخوا او بلوچستان پشمول د ملک په مختلفو ضلعو کښې د تیزو بارانونو له وجې عام ژوند متاثره شوی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان په چمن، شيراني، قلعه عبدالله، پشين، زيارت او نورو سيمو کې د باران له وجې د وړو بارانونو له وجې د بجلۍ پولونه غورځيدلي، ونې راپرې شوې او عام ژوند يې سخت متاثره کړی دی.
د موسمياتو محکمي ترمخه نن نه تر اتم جولائي پوري دډيره غازي خان، کوهلو، سبي، بارکان، ژوب، لورالائي، قلعه سيف الله او موسی خيلو په غرنيو سيمو کښي د سيلابونو خطره ده۔
د جولای تر اتمې نیټې پورې په بلوچستان کې د پکنک پوائنټونو ته د سیلانیانو په ورتګ بندیز لګول شوی دی.
د خيبرپښتونخوا په بيلا بيلو ضلعو کې د طوفان او بارانونو په مهال د ونو راپريوتو له امله درې کسان مړه او اته ژوبل شوي دي.
د ګوجرانواله، منډي بهاالدین او حافظ آباد په شمول د پنجاب په یو شمیر ښارونو کې هم د باران باران ریکارډ شوی چې د باران اوبه په سړکونو جمع شوي دي.
په بهکر کې هم د تیزو طوفاني بادونو له امله د کورونو چتونه غورځیدلي، دیوالونه نړیدلي او ونې له منځه تللي دي.
د موسمياتو محکمي ترمخه نن د اسلام آباد، پنجاب، خېبرپښتونخوا، کشمير، ګلګت بلتستان او بلوچستان په ځينو سيمو کښې د تيزو هواګانو او باران امکان دے.