د اسلام آباد سيشن عدالت د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن ته نوټس جاري کړے دے چې پکښې د هغه خلاف د توشه خانه کيس سماعت به نن کولے شي۔

0
92

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي چيرمين وکيلانو خواجه حارث، ګوهر علي خان او فيصل فريد ته هم نوټس جاري کړے شوي دي۔

سیشن کورټ د ضلعي الیکشن کمشنر دفتر او د الیکشن کمیشن وکیل امجد پرویز ته نوټس جاري کړی او د سهار اته نیمی بجی ئي طلب کړی دی.

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان درخواست مسترد کولو لپاره د ټرائل کورټ فيصله کالعدم ګرځولې وه۔

د اسلام آباد هائي کورټ سيشن کورټ ته حکم ورکړے دے چې په اوو ورځو کښې دننه د پي ټي آئي د چيئرمېن اندېښنو واوري او فيصله وکړي چې د مقدمې اورېدنه کيږي او که نه.

د ټرائل کورټ په فيصله کښې د عمران خان درخواست مسترد کړے شو.په درخواست کښې وئيلي شوي وو چې د توشه خانه کيس کښې د سيشن کورټ لخوا روان جرمانه کارروائي د منلو وړ نه ده، دغه اعتراضونه د فني بنيادونو له وجې پورته شوي وو۔ اليکشن کميشن دا شکايت هغه وخت درج کړي کله چې دا صلاحيت نه وي نو که با صلاحيته چارواکي شکايت درج کړي نو سيشن کورټ د هغې د مقدمې واک لري.

Leave a reply